UNAMA
United Nations Assistance Mission in Afghanistan (DARI)

لومړیتوبونه او فعالیتونه

د یوناما لومړیتوبونه او اساسي دندې، چې د امنیت شورا د ۲۶۲۶ (۲۰۲۲) پرېکړه‌لیک له مخې ټاکل شوي او د ۲۶۷۸ (۲۰۲۳) پرېکړه‌لیک له لارې تمدید شوي، په لاندې برخو کې شامل دي: د جنسیتي برابرۍ ټینګښت، بشري حقونه، بشري مرستې، ښه دفترونه (منځګړیتوب)، حکومتولي، د قانون حاکمیت، او سیمه‌ییزه همکاري. نورې برخې یې اقتصادي او ټولنیز ثبات، مقاومت، د ماشومانو حقونه، د خطر مدیریت، او امنیت دي.

لومړیتوبونه

فعالیتونه

بشري مرستې

  • بشري او پرمختیایي مرستو ته د لاسرسي همغږي کول، اسانتیا برابرول او لا ښه کول

  • بشري او پرمختیایي مرستو ته لاسرسی همغږي کول، اسانتیا وې برابرول او لا ښه کول

  • د نړیوال بشري قانون سره سم چارې ترسره کول

  • د داخلي بې ځایه شویو کسانو او کډوالو د رضاکارانه، خوندي، باعزته او دوامداره راستنیدو او بیا یوځای کیدو ملاتړ کول

اقتصادي او ټولنیز ثبات، زغم او انعطاف

  • د نړیوالو مرستندویانو او سازمانونو همغږي کول

  • د ټولو اړوندو افغان ښکېلو خواوو، سیمې او نړیوالې ټولنې ترمنځ د پراختیایي پالیسیو په اړه د خبرو اترو اسانتیا برابرول

  • د حساب ورکولو، روڼتیا او په اغېزمنه توګه د مرستو کارولو د هڅو ملاتړ کول

  • د بنسټیزو بشري اړتیاوو د پوره کولو او مقاومت د لوړولو لپاره د ټولنې پر بنسټ سیسټمونو ملاتړ کول

  • د اړینو خدمتونو برابرولو ملاتړ، د اقتصادي او ټولنیزو شرایطو په رامینځته کولو کې مرسته کول چې وکولای شي ځان بسیاینې او ثبات ته لاره هواره کړي

  • په افغانستان کې د سوداګریزو او مالي فعالیتونو د اسانتیا لپاره د ټولو اړوندو خواوو او نړیوالو مالي ادارو سره کار کول او د افغانانو د ګټې لپاره د افغانستان مرکزي بانک پورې اړوند شتمنیو ته د لاسرسي د اسانتیا لپاره د هڅو ملاتړ کول

د ښه نیت چارې

  • د ټولو اړوندو افغان سیاسي فعالینو او ښکېلو خواوو، سیمې او پراخې نړیوالې ټولنې ترمنځ د خبرو اترو د اسانتیا په ګډون، په ملي او سیمه ییزه کچه ټول شموله، استازې، ګډون کوونکې او ځواب ویونکي حکومتولۍ ته پراختیا ورکول چې د جنسیت، مذهب یا قومیت پر بنسټ له هر ډول تبعیض پرته د ښځو، لږکیو، ځوانانو او معلولیت لرونکو اشخاصو بشپړ، یوشان او معنی لرونکي ګډون باوري کړي.

  • د ټول شموله ملي او سیمه ییزو مشورتي میکانیزمونو په اړه مشورې ورکول، او همدارنګه د باور جوړونې اقداماتو، ظرفیت جوړونې، د شخړو مدیریت او پخلاینې په اړه مشورې ورکول

حکومتولي، د قانون حاکمیت

  • د انتقالي عدالت په ګډون، مسؤلیت منونکې حکومتولۍ او د قانون حاکمیت ته وده ورکول

  • د سیاسي، امنیتي، ټولنیزو او اقتصادي پرمختګونو څارنه او راپور ورکول، په ځانګړې توګه د وچکالۍ د منفي اغېزو په اړه.

  • د اړتیا پر مهال د تحلیلي ملاتړ او بندیزونو د څارنې له ډلې سره مرسته کول

  • د ټولو اړوندو افغان سیاسي فعالینو، مدني ټولنې استازو او نورو ښکېلو خواوو سره اړیکې ساتل، تر څوپه دولتي چارو کې سیاسي ګډون او پراخه مشارکت وهڅول شي.

  • د قانون حاکمیت پورې اړوند پرمختګونو تحلیل او راپور ورکول

بشري حقونه

  • د بشري حقونو د ساتنې او ترویج په موخه په ملي او سیمه ییزه کچه ټولو ښکیلو اړخونو، مدني ټولنې او نړیوالو نادولتي مؤسسو سره تعامل او همکاري کول

  • د ملکي وګړو د وضعیت څارنه، دفاع او په اړه یې راپور ورکول؛ د جنسي او جنډر پر بنسټ د تاوتریخوالي مخنیوی او له منځه وړل، د شکنجې مخنیوی، د توقیف ځایونو څارنه، او د بندیانو له حقونو څخه ننګه کول.

  • د بې وزلۍ کمولو او ټولنیز یووالي له هڅو سره د مرستې لپاره د مدني، سیاسي، ټولنیزو، اقتصادي او کلتوري حقونو څارنه او راپور ورکول.

  • د قربانیانو د حقونو ملاتړ.

  • د بشري حقونو او بنسټیزو آزادیو د هغو کنوانسینونو د پلي کولو په اړه د افغانستان هڅول، ملاتړ کول او مشوره ورکول چې دغه هېواد یې غړی او پابند دی، په ځانګړي ډول د ښځو پر وړاندې د هر ډول تبعیض د له منځه وړلو کنوانسیون (CEDAW).

  • د اړینو عامه خدمتونو، عادلانه قانوني پروسې، او عدالت ته د یوشان لاسرسي څخه ملاتړ او ننګه کول، او د اړتیا پر مهال د نړیوالو بشري حقونو معیارونو په اړه مسؤلو چارواکو ته تخنیکي مشورې ورکول

د جنډر مساوات

  • د خپل ماموریت د پلي کولو په ټولو مرحلو کې د جنسیت لیدلوری د یوې ټول شموله موضوع په توګه عملي کول.

  • د جنسیت د برابرۍ، د ښځو او نجونو د پیاوړتیا او د هغوی د بشري حقونو ساتنه او ملاتړ، چې پکې زده کړې او د پریکړې کولو په ټولو کچو او پړاوونو کې د ښځو بشپړ، برابر، معنی لرونکی او خوندي ګډون، ښکېلتیا او مشري شامله ده.

  • د افغان میرمنو د بیلابیلو سازمانونو او شبکو سره تعامل او اړیکې ساتل

  • د ښځو پر وړاندې د ترسره شویو سرغړونو، ناوړه چلند او غچ اخیستنې څارنه او راپور ورکول، په ځانګړې توګه د هغو ښځو چې د بشري حقونو ساتنه او ملاتړ کوي، لکه ژورنالیستان، د روغتیا او بشري مرستو کارکونکي، او همدا رنګه هغه ښځې چې پخوا یې په حکومت، پولیسو، عدلي او امنیتي ادارو کې کار کړی دی.

د ماشومانو حقونه

  • د ماشومانو پر وړاندې د سرغړونو او ناوړه چلند څارنه او راپور ورکول

  • د ماشومانو د ساتنې د پیاوړتیا د هڅو ملاتړ کول

سیمه ییزه همکاري

  • د ثبات او سولې د ودې لپاره د سیمه ییزې همکارۍ ملاتړ کول

  • افغانستان سره مرسته کول ترڅو وکولای شي د آسیا د زړه په توګه خپل مهم جغرافیایي موقعیت په راڼه، ټول شموله او پرانیستې توګه د سیمه ‌ییزې همکارۍ او نښلونې (اتصال) لپاره وکاروي.

  • د خبرو اترو او همکارۍ د زیاتولو لپاره د ګډو هڅو هرکلی کول.

  • په سیمه کې د اقتصادي پراختیا د ګډو موخو لپاره کار کول، د سیمې د هېوادونو او سازمانونو له لوري د همغږو تګلارو اسانتیاوې برابرول، ترڅو د یو باثباته او سوکاله افغانستان په جوړولو کې مرسته وکړي.

د خطرونو مدیریت

  • په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د ټولیز خطر مدیریت د تګلارو همغږي، چې پکې د خطرونو څارنه، تحلیل، او د لوړیدو مدیریت شامل دي، په ځانګړي ډول هغه خطرونه چې د ملګرو ملتونو له لوري د همغږې شوې مرستې سره تړاو لري، لکه د مرستو د انحراف خطر.

امنیت

  • د افغانستان د عمومي امنیتي وضعیت د ښه‌ والي لپاره د شته میکانیزمونو ملاتړ کول

  • د چاودېدونکو توکو له امله د رامنځته شوي ګواښ او په ملکي وګړو د هغې د اغېزو ارزونه

  • د بشري او پرمختیایي نوښتونو د ملاتړ لپاره د چاودېدونکو توکو د ګواښ کمولو تدابیرو په اړه همغږي او مشوره ورکول

  • د بشري ماین ‌پاکۍ د همغږۍ ملاتړ کول

  • په افغانستان او سیمه کې د سپکو او کوچنیو وسلو د ناقانونه سوداګرۍ، راټولېدو او اړولو د مخنیوي او حل لپاره د سیمه‌ ییزو او نړیوالو هڅو ملاتړ کول

Share

FOLLOW UNAMA ON TWITTER

Universal Declaration of Human Rights turns 75

UDHR 75 Pashto

UDHR 75 Dari